په کم شمیر کښې د پي ټي آیی کارکوونکو په پوښتنه د پی ټي آیی یو مشر خبریال وهلې ټکولې خو په موقع موجود خلکو خبریال بچ کړ

0
175

باغی ټي وي رپورټ
په هنګو کې د پي ټي ايي ځايي مشر د خبريال په پوښتنه خپل غصه له لاسه ورکړه او په خبريال يې وهل ټکول پيل کړل.

د يو شخصي ټي وي چينل يو خبريال د تحريک انصاف کلي چيئرمېن ګل باغ محمد عارف اورکزۍ نه د تحريک انصاف مارچ لپاره د زياتو ګاډو آرډر کولو او د کارکنانو د کمې راوستو په اړه پوښتنه وکړه، چې خپل ګاډي وګورئ او کارکنانو ته وګورئ، چې مقصد ی وو چې ګاړي ډیر زیات دي خو د پی ټي آیی کارکنان کم شمیر کښې دي.

د خبریال پوښتنې ته د ځواب ورکولو پر ځای د پي ټي ايي کلي مشر خبریال وهل ټکول پیل کړل چې وروسته هلته موجود خلکو خبریال وژغوره.

په سوشل ميډيا وائرل شوې ويډيو کښې ليدل کيږي چې د پي ټي آئي مقامي مشر محمد عارف هم خبريال ته د سوال په جواب کښې ټک ورکړي دي.
ه دې اړه متاثره خبرياله وايي کله چې ما د پي ټي ائي ايم اين اے نديم خيال نه د کارکنانو شميره کميدو په اړه پوښتنه وکړه نو د کلي کونسل چيئرمېن محمد عارف مې وهلي ټکولي او زما موبائيل يې هم مات کړی دی.

ځايي خبريال وايي چې د ايم اين اي مخې ته زما سره بد چلند شوی، د پېښې په اړه د ښار پوليس سټيشن کې درخواست جمع کړی شوی دی.

Leave a reply