د پیټرولیم ډویژن سرچینو په ملک کښې د ډیزلو د کمښت راپورونه رد کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پټروليم ډويژن سرچينې په هېواد کې د ډيزلو د کمښت راپورونه رد کړل.
سرچینه وايي، په هېواد کې د ۱۵ ورځو ډیزلو زېرمه شته، د غنمو د کرلو په موسم کې باید د ډیزلو مصرف زیات شوی وای.
د ذرائعو ترمخه د ډيزل درآمد هم روان دے او پي ايس او د ډيزلو درآمد لپاره ټينڈرونه پرانستلي دي ولي د آئل مارکيټنګ نور شرکتونه هم ډيزل درآمد کوي نو د دسمبر تر آخره پوري د ډيزل سټک ختميدو تاثر غلط دے.
دا خبره د یادونې ده چې د مالیې وزیر اسحاق ډار بیا د پاکستان د دیوالیه کیدو اټکلونه رد کړل.
په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې اسحاق ډار ووئيل چې يو ځايي بې ايمانه سياستوال څو ورځې وړاندې د پاكستان د ډيفالټ خطره 93 فيصده اعلان كړې وه۔





