شیخ رشید وایی چې نن د حقیقي آزادۍ ورځ ده او دا به د سیاسي غلامۍ څخه د آزادیدلو لپاره یو بنسټ وګرځي

باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد وايي، د کورنيو چارو وزارت يو ترهګر مونږ ته ګواښ کوي.
په ټوېټر شیخ رشید د راولپنډۍ د تحریک انصاف د جلسې نه وړاندې یو ویډیویي بیان شریک کړی چې پکې یې ویلي چې نن به د حقیقي ازادۍ ورځ وي او د غلامۍ نه د ازادۍ د سیاسي تاریخ د جوړولو لپاره به یو بنیاد وي، انشاالله مونږ به فیض اباد ته ځو. لال حویلی د یو جم غفیر او راشد شفیق سره.
د کورنیو چارو پخواني وزیر د اوسني حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، هغه څوک چې د پاکستان اقتصاد یې ویجاړ کړی، چا چې پاکستان د امپریالیستي فشار لاندې راوستی، په پاکستان کې د انفلاسیون اصلي عاملین څوک دي او هغه کسان چې هره ورځ موږ ته ګواښونه کوي د کورنیو چارو وزارت ترهګر ګواښي. واورئ، موږ راځو.
شیخ رشید زیاته کړې چې “مسلمانان په دې باور دي چې مرګ یوه ورځ ټاکل شوی او چا چې اقتصاد د ملي امنیت لپاره د پوښتنې نښه ګرځولې، د هغوی په وړاندې د جګړې اعلان سیاسي دی”.





