هند د سپین نه درې ارب ډالرو فوځي الوتکې اخلي

0
66

باغي ټي وي رپورټ
د هند جنګي لیونتوب ډیر زیات شوې دې، په رسنیو کښې داسې رپورټونه شایع شوي دی چې هند د سپین هیواد نه درې ارب ډالر جنګي الوتکې پلورې، هند هروخت ددې منطقې د امن لپاره منفي رول لوبولې دې ، د کشمیر مسله مونږ ته مخې ته ده، پوهان وایی چې د هند دغه لیونتوب به دا خطه د نور امنیتي ستونزو سره مخ کړي.

د نوې ډیلي نه چاپ شوي یو رپورټ مطابق هند غواړي د سپین د اییر بس کمپنۍ نه ۵۶ د ملټري ټرانسپورټ الوتکې واخلي. دا الوتکې چې سي:۲۵۶ دې، د هند سره د اول نه موجود الوتکو ایوروایر کرافټ ځای ونیسي.
د رپورټ مطابق د هند دفاع ادارې د یورپ دې شرکت سره د درې اربه ډالرو معاهده لاس لیک کړې ده . ددې الوتکو د اخستلو منظوری دوه اونې وړاندې د هند د حکومت کابینې د سیکوریټي کمیټۍ غړو ورکړې وه.
یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت راغلې نو د هند رسنې هم د پاکستان او طالبانو خلاف پروپیګندې پیل کړي، د هند رسنې بیا بیا تورونه لګوي چې پاکستان په افغانستان کښې لاس وهنه کوي خو چې کله په افغانستان او افغان اولس سخت وخت راغې نو هند خپل سفارت په کابل کښې وتړل او د سفارت ټوله عمله ی هم هند ته وابس بوتله چې له وجهې ی په هند کښې افغان زده کوونکې هم د یو شمیر ستونزو سره مخ شول.
په رسنیو کښې داسې رپورټونه هم چاپ شول چې څو ورځې وړاندې کله نه چې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت راغې نه د افغانستان هیواد یوه پخوانۍ ښځینه د افغان پارلیمان غړې هم د ډیلي هوایی ډګر نه واپس کړې شوه او هغې ته اجازت ور نه کړې شول چهې هند ته ننوځي.

Leave a reply