شاهد خاقان عباسي د نیب ختمولو غوښتنه کړې ده

0
146

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د نېب ختمولو غوښتنه کړې ده.

کراچۍ کښې ميډيا سره خبرو کښې شاهد خاقان عباسي اوويل چې نيب دې ختم کړے شي او د ملک نظام دې چلولې شي ولې څوک چې د نورو احتساب کوي اول دې د خپل ځان احتساب عمل کښې شامل کړے شي نو د نيب پخوانې چيئرمين جاوېد اقبال هم خپلې اثاثې د ولس مخې ته وسپاري.
ده ووئيل عمران خان غوښتل چې د آرمي چيف په تقرر كښې د نفوذ لپاره راشي، كه اوس كومه نوې تماشا جوړه كړي نو هغه به هم وويني، د آرمي چيف د تقررۍ مرحله په دوستۍ سره شوې ده۔

د ليګ مشر وويل چې د آرمي چيف د تقرر په اړه ګډوډي راپيدا شوې ده، عمران خان اکثره وخت په شيانو پوهېږي، هرکلي به کوي.
هغه زیاته کړه چې له روسیې سره د خبرو لپاره د امریکا فشار نشته، حکومت خام تیل نه واردوي بلکې تصفیه کوي.
……………………..

Leave a reply