صدر پاکستان ډاکټر عارف علوي په نړیوال ټي ټونټي کرکټ جام کښې د پاکستان لوبډلې ستاینه کړې ده

د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوی، د فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبغاړو سره په ګروپ عکس کښې.
باغی ټي وي رپورټ
ولسمشر ډاکټر عارف علوي په وروستي ټي ټوئنټي ورلډکپ کې د پاکستان د کرکټ ټيم د کارکردګۍ ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د ننګونو باوجود قامي ټيم د ټورنامنټ په مهال د قيادت ښکار شو او فائنل ته ورسېدو.
ولسمشر د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان د كركټ ملي لوبډلې په وياړ جوړې شوې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړه چې پکښې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه، د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن رميز راجا، د پاكستان د كركټ نامتو لوبغاړو او د بهرنيو چارواكو ګډون وكړو.
غونډې ته په وینا کې ولسمشر وویل، له خنډونو او ستونزو سره سره د کرکټ ملي لوبډلې په هغو ټورنمنټونو کې چې د کرېکټ د میلیاردونو ډالرو اقتصاد بلل کېده، د نړیوالو لوبډلو پر وړاندې ښه لوبه وکړه.
هغه وويل چې د لوبې له بايللو سره سره د لوبډلې لوبغاړو يو بل ته هڅونه د پام وړ وه. نوموړي زياته کړه، چې د لوبډلې ډېرى لوبغاړي ځوانان دي او ډاډ يې څرګند کړ، چې په راتلونکو سياليو کې به ډېرې برياوې خپل کړي.
ولسمشر وویل چې ټول ملت د کرکټ د ستورو د غوره کارکردګۍ له امله قدرداني کوي. هغه وويل: “کرکټ په پاکستان کې يوه ډېره مشهوره لوبه ده او د لوبډلې ښه کارکردګي د ټولو پاکستانيانو ژوند ته رنګ ورکوي.”
د پاکستان کرېکټ بورډ مشر رمیز راجا او د پاکستان د لوبډلې کپتان بابر اعظم وویل، دا د ولس ملاتړ وو چې په دومره لویو سیالیو کښې ی د هیواد لپاره ښه لوبه وکړه.
………………….






