د لور د واده لګښت به پلار پوره کوي: د لاهور هایی کورټ پریکړه
باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ په خپله فيصله کې وئيلي دي چې د لور د واده لګښت د پلار ذمه واري ده او دغه لګښت په مور باندې اچول د قانون د اصولو خلاف کار دی .
د لاهور هائي کورټ جسټس چوهدري اقبال د خپلې پخوانۍ مېرمنې او لور خلاف د شهري رياض د درخواست اورېدنه وکړه، عدالت د ماتحت عدالتونو د پرېکړې خلاف د نجلۍ د پلار اپيل رد کړ.
د لاهور هائي کورټ جسټس چوهدري اقبال ويلي دي چې پلار د لور تر واده پورې د هغې سرپرست دی.
محکمې ویلي، چې لور ته د پیسو ورکولو پر ځای د ریاض تګ د هغه د بې رحمۍ ښکارندویي کوي، ریاض د خپلې دویمې مېرمنې د پنځو لوڼو ټول لګښتونه پر غاړه لري، نو د ریاض له لوري دې لور ته د پیسو نه ورکول د نجونو تر منځ تعصب دی. ښاري ریاض لور ته د خپلې پخوانۍ میرمنې سره د ژوند کولو سزا ورکوي.
ياده دې وي چې د درخواست کوونکي پخوانۍ مېرمنې او لور د واده لپاره د درې لاکه روپو دعوه کړې وه، چې په اړه يې کورنۍ محکمې د درې لاکه روپو د ورکولو امر وکړ، خو د شهري رياض په اپيل د سيشن کورټ دغه رقم يو لکو ته راکم کړ.