له سیلاب ځپلي کوټري څخه تر لاڑکانه پورې د اورګاډي پټلۍ له دریو میاشتو وروسته هم غیر فعاله ده

0
142

باغی ټي وي رپورټ
له کوټري نه تر لاڑکانه پورې سېلاب ځپلې رېلوې پټلۍ درې مياشتې وروسته هم بحال نه شوه.

د ریلوې چارواکو وینا ده چې د بولان میل مسافر وړونکې ریل ګاډي تګ راتګ د درې میاشتو لپاره بند کړی شوی دی او د سیلاب له وجې د سیهون په یو سي بوبک، عزیره او بهان ځایونو کې د اورګاډي پټلۍ اغیزمنه شوې ده.
د ریل ګاډي د چارواکو په وینا د سیلابي اوبو د ویستلو له وجې د سیهون او دادو تر منځ د اورګاډي پټلۍ په دریو مختلفو ځایونو بنده شوې وه چې له امله یې د ریل ګاډي تګ راتګ بند دی خو د ریل ګاډي د ترمیم کار روان دی.

Leave a reply