پیښور کښې د پولیس یو افسر اعلان کړې چې ستونزې به د اسلامي شریعت لاندې هوارولې شي

0
166

باغی ټي وي رپورټ
پيښور: ايس ايچ او پوليس سټيشن شاه پور د شريعت مطابق د سيمي د ستونزو حل کولو اعلان کړے دے۔

د شاهپور پولیس سټېشن ایس ایچ او د پولیس سټېشن اهلکارو ته د خطاب کولو ویډیو وائرل شوې ده چې پکښې ایس ایچ او عبدالعلي وايي چې پولیس سټېشن ته چې کومه ستونزه راځي هغه به د شریعت مطابق حل کوي.

د ایس ایچ او تھانې عبدالعلي وینا ده چې د ودونو په مراسمو کې به هیچا او نڅاګانو ته بلنه نه ورکول کیږي، د واده په مراسمو کې به په آتشبازۍ او ډزو باندې بشپړ بندیز وي او د سرغړونې په ضد به سخته کاروايي کیږي.
په دې اړه رسنیو سره په خبرو کې د شاه پور پولیس سټیشن ایس ایچ او عبدالعلي وویل چې وائرل شوی ویډیو زما ده، ما په خپلو خبرو کې هیڅ غلط کار نه دی کړی.

Leave a reply