د پاکستان فوځ نوي سرلښکر ټاکنه، امریکا د پاکستان فوځ سرلښکر ته مبارکي ورکړې ده

0
165

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان کښې د امريکې سفارتخانې لخوا جنرل عاصم منير ته د آرمي چيف او جنرل ساحر شمشاد مرزا ته د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټې چيئرمين په حيث مبارکي ورکړې شوې ده۔

تيره ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه كښې د نوي آرمي چيف لپاره د ليفټننټ جنرل عاصم منير او چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ لپاره د ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا د نومونو منظوري وركړې شوه۔
په دې وروستیو کې د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي هم په رسمي توګه د دواړو نومونو منظوري ورکړه، چې وروسته د دواړو د ټاکلو رسمي نوټيفيکيشن نن جاري شو.

په دې لړ کې په پاکستان کې دامريکا سفارتخانې په سوشل ميډيا يو بيان کې جنرال عاصم منير ته دپوځ سرلښکر او جنرال ساحر شمشاد مرزا ته دجمهوررئيس جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ مشر ټاکلو مبارکي ورکړې ده.
د امريکې سفارت لخوا په سوشل ميډيا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې مونږ د پاکستان منتخب نمايندګانو، پوځي قيادت او د سول سوسائټي پارټنرانو سره د دوه اړخيزه ګټو، تجارت، سرمايه کارۍ، اقليمي بدلون، ، حکومتدارۍ او سيمه ايزو همکاريو د امنیتي مسلو په اړه کار کولو ته ژمن يو.

Leave a reply