حکومت د فوځ نوی سرلښکر او چيئرمېن جوائنټ چيفس د ټاکلو رسمي نوټيفيکيشن جاري کړے دے

0
143

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: وفاقي حکومت د نوي آرمي چيف او چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ د ټاكلو رسمي نوټيفيكيشن جاري كړې۔

د وفاقي حکومت لخوا جاري شوي گزټ نوټيفيکيشن له مخې سحر شمشاد مرزا د جنرل په رتبه ترقي او د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ د چيئرمېن په توګه تقرر به د نومبر د 27مې نيټې نه نافذ شي۔
د گزټ نوټيفيکيشن له مخې ساحر شمشاد مرزا د درې کالو لپاره د جوائنټ چيفس چيئرمېن ټاکلې شوې دې۔
د نوټيفيکيشن له مخې د سيد عاصم منير د جنرالۍ رتبې ته پروموشن او د پوځ د سرلښكر په توګه تقرر به د نومبر له 29مې نېټې څخه نافذ وي او جنرال عاصم منير هم د درې كالو لپاره د آرمي چيف په توګه ټاكل شوى دى.
……………………………..

Leave a reply