د فوځ سرلښکر ټاکنه، د پيپلز ګوند مشر کایره مهم بیان مخې ته راغلې دې

باغی ټي وي رپورټ
دپيپلز پارټۍ يو سينئر مشر قمر زمان کائره وئيلي دي چې که صدر ته دا اختيار وي چې سمري 15 ورځو پورې ایساره کړي نو مونږ به هم ددې په ضد د هوارې یو لارې په اړه فکر وکړو.
د جيو نيوز پروګرام “نن له شاهزيب خانزاده سره” کې د خبرو پر مهال قمر زمان کائره وويل، ښايي تر ټولو لوړپوړي افسر ته د پوځ موقتي کمانډ ورکړل شي او يا به لومړی وزير په عارضي ډول له اوسني مشر څخه د کار د دوام غوښتنه وکړي.
قمر زمان کائره وویل چې عمران خان له سیفر سره لوبې وکړې، د شوکت ترین په خبره د پاکستان له اقتصاد سره لوبې وکړې، له IMF سره په معاهدې یې لوبې وکړې، هغه اوویل چې خان صاحب به له څه څه سره لوبې کوي؟






