پی آیی اې کښې په جعلي اسنادو د کسانو ګمارلو انکشاف شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
څرګنده شوې ده چې په قامي ايئر لائن پي آئي اے کښې د جعلي تعليمي اسنادو په بنياد 457 نوکرې ترلاسه کړې شوي دي۔
د پي آئي اے لاهور سټېشن کښې جعلي نوکرې اخستونکو 113 ملازمينو خلاف مقدمه درج کړې شوې ده۔ ۱۸ ښځې هم په هغو کسانو کې شاملې دي چې په جعلي اسنادو یې دندې ترلاسه کړې دي.
د رپورټونو ترمخه د پي آئي اے هيډ آفس کراچي هم قومي ايئر لائن ته د کروړونو روپو نقصان رسولو په لړ کښې د قانوني کاروائي هدايات کړي دي او ايف آئي اے د پي آئي اے د لس کلن آډټ رپورټ په رڼا کښې د تحقيقاتو نه پس مقدمه درج کړې ده۔
د اکتوبر په 22، 2022 کې د درج شوي FIR له مخې، FIA د سترې محکمې د هدایت په رڼا کې د جعلکارۍ ثابتیدو وروسته قضیه ثبت کړه.
دسرچينو ترمخه دپي آئي اے لاهور سټيشن کې نوکري ترلاسه کړل شوؤ کسانو تعلق دلاهور اؤ ګجرات سره دى.





