سندهه حکومت د ګني امدادي نرخ اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ حکومت فیصله کړې چې د ګني د سپورټ نرخ به ۳۰۲ روپۍ فی من فېکس کړي.
د راپورونو له مخې د کرنې سلاکار منظور وسان وايي، د سندهـ حکومت د غنمو بیه د پنجاب په پرتله لوړه کړې ده.
منظور وسان وايي د سندهـ په مختلفو ضلعو کې د شوگر ملونه روان دي، کاش چې کروندگرو ته د پینځه زره روپو فی جریبه د تخم ورکولو میکانیزم هم جاري کړی شوی وای.
ياده دې وي چې په سندهـ کې سېلاب ځپلي ګني کروندګر د حکومت لخوا د امدادي نرخ نه اعلانولو له امله له ستونزو سره مخ دي.
په سندهـ کې سږ کال د سیلابونو له امله د زراعت سکتور ته د ۴۰۰ اربه روپو نه زیات تاوان رسیدلی دی.






