کډوالو چارو وزارت: په تېر یوه کال کې څه د پاسه ۱ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

0
143

کډوالو چارو وزارت: په تېر یوه کال کې څه د پاسه ۱ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

23 نومبر 2022

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد ولایتي رئیسانو ته د روزنیز ورکشاپ په پیل غونډه کې وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې امنیت د ډاډ وړ دی، چې له امله یې څه باندې ۱ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

 

شیخ راشد د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ وغوښتل، چې په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو ملاتړ او د هغوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

 

نوموړي په کوربه هېوادونو هم غږ وکړ، چې افغانانو ته دې د نړیوالو اصولو سره سم د هغوی حقوق ورکړي.

اړوند موضوعات

د کډوالو وزارت وایي: تیرو دوه ورځو کې نیږدې پنځه زره افغان کډوال له ایران هیواده راستانه شوي.

 

د نوموړي په خبره، افغانان دې په کوربه هېوادونو کې د قانون مطابق ژوند وکړي او په هېڅ سیاسي او غیر سیاسي تظاهراتو کې دې برخه نه اخلي.

Leave a reply