د پاکستان فوځ سرلښکر په خپله وینا کښې ویلي دي چې زه غواړم چې زما او د فوځ پر وړاندې دغه نامناسب او توهینوونکي چلند اوبخښم او پرمخ ولاړشم

باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ جنرل هيډکوارټرز (جي اېچ کيو) کې د دفاع او شهيدانو ورځې دستوره وشوه چې پکې د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه وينا وکړه.
د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه خپل خطاب كښې ووئيل چې هغه د آرمي چيف په حيث خپله وروستې خطاب كوي او د 44 كلنې پوځي خدمت نه تقاعد كوي۔
د پوځ د مشر په توګه د جنرال قمر جاوید باجوه د وروستۍ وینا مهم ټکي دادې، نوموړي په خپله وینا کښې اوویل چې
مشرقي پاکستان پیښه پوځي نه بلکې سياسي ناکامي وه.
نوموړي دا هم اوویل چې د تېر کال په فبرورۍ کې پوځ پرېکړه وکړه چې په راتلونکې کې به په هېڅ سیاسي مسله کې لاسوهنه نه کوي
د جنرال باجوه دا وینا هم وه چې په سیاست کښې د لاسوهنه نه کولو د پرېکړې د هرکلي پر ځای سختې نيوکې او سپکا ژبه وکارول شوه.
دغلط داستان په جوړولو سره یو غیرمناسب کیفیت رامخې ته کړې شو او اوس له دغه دروغجن داستان څخه ځان خلاصوي او د خلاصي لار ګوري.
هغه دا هم اوویل چې دا امکان لری چې د هیواد په ضد سازش کیږي او ددې سازش په شا به فوځ وي، هغه زیاه کړه او وې ویل چې دا خبره ناممکنه ده، مګر دا لویه ګناه ده چې داسې دروغ جوړ کړې شي.
جنرال باجوه اوویل چې زه غواړم چې زما او د پوځ پر وړاندې دغه نامناسب او توهینوونکي چلند اوبخښم او پرمخ ولاړشم. هغه اوویل چې فوځ خپله اصلاح پیل کړی،هغه زیاته کړه چې امید دې چې سیاسي ګوندونه به هم په خپل چلند له سره غور وکړي.
د پاکستان سرلښکر اوویل چې هغه ګوند چې په 2018 کې یې ګټلی و، هغه ګوند چې په 2022 کې یې د باور رایې له لاسه ورکړې بل ګوند ته یې د وارداتي لقب ورکړ.
جنرال باجوه اوویل چې هر ګوند باید د خپلې بریا او ماتې د منلو جرات پیدا کړي، څو په راتلونکو ټاکنو کې د وارداتي یا منتخب حکومت پر ځای یو د جمهوري لارې منتخب حکومت رامنځته شي.






