وزارت داخله پي ټي آیی ته لیک استولې ،په لیک کښې لیکل شوی چې د لانګ مارچ پرمهال د ترهګریز برید امکان شته

0
38

وزارت داخله پي ټي آیی ته لیک استولې ،په لیک کښې لیکل شوی چې د لانګ مارچ پرمهال د ترهګریز برید امکان شته
باغي ټي وي رپورټ
د کورنو چارو وزارت پي ټي آئي ته خط استولې دې،په لیک کښې داسې څرګندونه شوې ده چې د لانګ مارچ په ورځ د ترهه ګريزه برید امکان شته.

د کورنیو چارو وزارت د پاکستان تحریک انصاف جنرل سیکرټري اسد عمر ته د لانګ مارچ په لړ کې د ترهګرۍ د اندېښنو په اړه یو خط استولی دی.

د كورنيو چارو وزارت لخوا په لېږل شوي ليك كې په هېواد كې د ترهګرۍ وروستيو پېښو ته اشاره شوې ده.

په ليکنه کې ويل شوي دي چې افراطي ګوندونه د پي ټي ايي په لانګ مارچ باندې ترهګر بريد کولی شي.

د کورنیو چارو وزارت په لیک کې خبرداری ورکړی چې په عامه غونډو کې ځانمرګی یا بمي برید کېدای شي، تحریک انصاف دې په راولپنډۍ کې عامه غونډه وځنډوي.

Leave a reply