د افغاني سرې میاشتې ټولنې او غالب پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.

0
105

د افغاني سرې میاشتې ټولنې او غالب پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.

23 نومبر 2022

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د غالب پوهنتون د استازي دوکتور مفتي محمد اسحاق نوري ترمنځ د ګډو همکاریو دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

 

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به غالب پوهنتون د کال په هر سمستر کې هغو ۵ تنو ته د لیسانس د دورې ۵ سکالرشیپونه ورکوي، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري غالب پوهنتون ته ور وپېژندل شي.

همدا ډول به د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵ ور پېژندل شویو کسانو ته د غالب پوهنتون د روغتیایي زده کړو په انسټیټیوټ کې وړیا شمولیت ورکول کېږي.

 

د هوکړه لیک پر بنسټ به غالب پوهنتون د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰ ورپېژندلو محصلینو ته ۵۰ سلنه تخفیف هم ورکوي.

 

همدا ډول هر کال به د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰ ورپېژندل شویو زده کوونکو کې ۳ تنو ته وړیا
او ۷ نورو ته په ۵۰ سلنه تخفیف زده کړه ورکول کېږي.

 

ددې تر څنګ به د غالب پوهنتون د معالجوي طب او غاښونو طب څانګې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو مرسته کوي.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل او لوګر ولایتونو کې د ۵۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او البسه توکو مرسته وکړه.

د هوکړه لیک له مخې به افغاني سره میاشت په هرات ولایت کې خپلو کلینیکونو کې د غالب پوهنتون  ستاژ د دورې محصلین مني.

Leave a reply