افغانستان کښې د یو انساني بحران نه بچ کیدلو لپاره د پاکستان سفارتي کوششونه جاري دي

0
190

باغي ټي وي رپورټ
په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د ملګري ملتونو د عمومي مرستیال ځانکړې مرستیالې ډیبورا سره لیدلي او په افغانستان کښې د تل پاتې امن لپاره ی په فعاله توګه د نړۍ هیوادونو د رول ادا کولو په اړه خبرې اترې کړي دي.
منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکی چې په دې ملاقات کښې په افغانستان کښې یو ټول شموله حکومت ، د بشري حقونو او د ښځو په ګډون خبرې وشوې. یاده دې وی چې پاکستان هغه هیواد دې چې نن ی هم پایه تخت کابل کښې سفارت پرانستې دې او افغان ورونړو د ویزې ورکولو خدمتونه ی جاري ساتلې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د منځنې ایشیا، ایران او د مغربي هیوادونو او د ملګري ملتونو کښې د افغانستان لپاره او د افغانستان د جنګ ځپلې اولس لپاره آواز اوچت کړو.
یاده دې وي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم وخت په وخت داسې بیانونه جاري کوي چې د ملګري ملتونه او د نړۍ هیوادونه دې افغانستان یواځې نه پریږدي چې په دې هیواد کښې یو بل انساني بحران پیدا نه شي او دا هیواد یو ځل بیا د ترهګرو د ځالې په توګه استعمال نه شي.

Leave a reply