په افغانستان کې د جاپان مرستیال سفیر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین سره وکتل.

0
97

په افغانستان کې د جاپان مرستیال سفیر د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین سره وکتل.

22 نومبر 2022

په افغانستان کې د جاپان هیواد مرستیال سفیر ښاغلي تاکویا تانیموتو د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین مولوي سخاءالله سعید سره وکتل.

 

په یاده لیدنه کې لومړی د وزارت معین، ښاغلي تاکویا تانیموتو ته راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې جاپان هیواد تل له افغانستان سره مثبتې اړیکې درلودې او اسلامي امارت هم په دې هڅه کې دی چې له یاد هیواد سره د دوه اړخیزو همکاریو او متقابل احترام په بنسټ نږدې اړیکې ولري.

 

ورپسې د جاپان هیواد مرستیال سفیر خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې وویل، د جاپان هیواد غواړي چې د تل په څېر د افغانستان تعلیمي نظام حمایه کړي، چې د پوهنې وزارت او جاپان سفارت د مسئولینو تر منځ په راتلونکو ملاقاتونو کې به د یاد حمایت د کمیت او کیفیت په اړه تفصیلې خبرې کېږي.

اړوند موضوعات

د زابل پوهنې رياست ۱۵زره ماشومانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره کړه.

محترم معین د جاپان له مرستیال سفیر څخه د هغه د نیکو ارادو په اړه مننه وکړه او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت به د جاپان هیواد د مرستندویه تعلیمي پروژو د تطبیق لپاره خپلې ټولې اسانتیاوې برابروي او په دې برخه کې به د یو تسهیل کوونکي جهت په توګه رول لوبوي.

Leave a reply