د پاکستان پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وایی چې دپوځ سرلښکر د ټاکنې سمري نه راتلل داساسي قانون څخه سرغړونه ده

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې ضروري ده چې د آرمي چيف سمري زر تر زره راشي او وزيراعظم دې زر ترزره په دې اړه فيصله وکړي۔
نجي ټي وي سره خبرو كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل چې د آرمي چيف د تقررۍ سمري نه وړاندې كول د آئين خلاف ورزي ده، ټول پاكستان دې ته منتظر دي چې څوك د پوځ سرلښكر شي او څنګه۔
ده ووئيل دا مهمه ده چې سمري دې ژر مخې ته راشي او وزيراعظم دې ژر تر ژره پرېكړه وكړي په داسې حال كښې چې په فهرست كښې د اهل كس نوم شامل نه كول او يا د نا اهله كس نوم شاملول غلط كار وي۔ دغه مسله په محکمه کې هم چیلنج کیدی شي.






