د پاکستان دفاع وزیر وایی چې د پوځ په لوړو څوکیو د ګمارنې بهیر له نن څخه پیل شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دپوځ سرلښکر ټاکلو عمل به دنومبر په 25مه نيټه ترسره کيږي چې تر ټولو لوړ 5 يا 6 نومونه به راځي اؤ حتمي به يې کوي.
په یوه بیان کې خواجه اصف ویلي، د پاکستان د پوځ په لوړو پوستونو د تقرر پروسه نن پیل شوې، انشاالله ډېر ژر به د ټولو اساسي غوښتنو سره سم بشپړ شي.
ده ووئيل په دې لړ كښې سمري تر اوسه وزيراعظم هاؤس ته نه ده راغلې، د آرمي چيف د تقرر سمري به سبا يا بله ورځ راځي، كله چې سمري راشي نو ډوزيئر به هم ورسره راشي۔ دغه لنډیز د دفاع وزارت له خوا رالیږل شوی چې په راتلونکو دوو ورځو کې به لاړ شي
ددفاع وزير وويل دپوځ سرلښکر دټاکلو په اړه کوم تعديل نشته نو کله چې سمري راشي نو په نومونو به خبرې اترې کولى شي او دپوځ سرلښکر ټاکلو عمل به دنومبر په 25مه نيټه ترسره کيږي. د 5 یا 6 نومونه به حتمي وي، تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
ده زياته کړه چې وزيراعظم په مکمله توګه روغ شوى دى، ورسره په ليدنه کې په موجوده صورتحال خبرې اترې شوي دي.






