د پاکستان سترې محکمې پر پخواني ولسمشر پروېز مشرف باندې د برید کولو تورن تن د خوشې کولو امر کړی

0
106

باغی ټي وي رپورټ
سترې محکمې پر پخواني ولسمشر جنرال ریټایرډ پروېز مشرف د برید د تورن رانا نوید د خوشې کولو امر کړی.

د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د بريد په تور د نيول شويو کسانو د سزا پوره کېدو باوجود د نه خوشې کېدو په اړه د کيس اورېدنه وکړه.
د درخواست کوونکي وکيل حشمت حبيب وايي، د هغه موکل رانا نويد د عمر قيد سزا پوره کړې ده، خو د سزا پوره کېدو باوجود رانا نويد نه خوشې کېږي.

وکيل حشمت حبيب وويل چې د عمري حبس موده ١٤ کاله ده، زما موکل شاوخوا شل کاله په بند محکوم شوى دى.
سترې محکمې د وفاق او پنجاب ترمېنځ د خوشي کېدو په ضد دائر اپيلونه رد کړي او د پخواني صدر پروېز مشرف په حمله کې د تورن رانا نويد د خوشي کولو امر يې کړی دی. محکمې د دواړو خواوو د دلائلو اورېدو وروسته دا پرېکړه وکړه.

ياده دې وي چې رانا نويد ته په کال 2005م کې سترې محکمې دعمري بند سزا اورولې وه، رانا نويد حسين په 31م دسمبر 2003م کې دپنډۍ پمپ بريد کېس کې نيول شوى ؤ اؤ عدالت رانا نويد ته دجرم ثابتيدو وروستو دعمري بند سزا اورولې وه.

رانا نوید د جیل چارواکو لخوا د سزا پوره کیدو باوجود خوشې نه شو.
…………………..

Leave a reply