د کورنیو چارو داخله وزیر رانا ثناالله وایی چې د پوځ د مشر د ټاکلو پرېکړه به د عمران خان لوري له اعلان شوې نېټې وړاندې شوي وي
باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د آرمي چيف د ټاکلو فيصله بايد د عمران خان له اعلان شوې نيټې نه وړاندې شوې وي۔
د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره په خبرو کې رانا ثناء الله وويل دا لانګ مارچ نه بلکې يو کرنل مارچ دی چې په راولپنډۍ کې به د پي ټي آئي په تاريخ کې تر ټولو وړه جلسه وي.
هغه وويل چې کله هم دپوځ سرلښکر ټاکل شوى نو دغه شان حالات وړاندې نۀ وؤ په داسې حال کې چې عمران نيازي دپوځ سرلښکر دټاکلو په اړه تماشا کولو هڅه کړې وه چې پکې ناکامه شوى وؤ، دعمران خان لخوا اعلان شوي نيټې څخه وړاندې دپوځ سرلښکر ټاکل شوى ؤ. .پریکړه باید شوې وی.
داخله وزير وويل د عمران خان دا عمل په پوره قوت رد کول پکار دي که نه نو هر درې کاله وروستو به لانګ مارچ کوي.
………………………..