د خبریال ارشد شریف د وژنې په اړه فیصل واوډا بله دعوی کړې ده

0
176

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي پخواني مشر فيصل واوډا د سينئر صحافي ارشد شريف د وژنې په اړه بله دعوه کړې ده.

اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې فيصل واوډا وويل چې د ارشد شريف دوژنې ثبوت لا وړاندې نۀ دى وړاندې شوى.
هغه ادعا وکړه چې ارشد شریف په ډزو وژل شوی او له نږدې واټنه ویشتل شوی، پاکستان تر هغه وخته ویده و، چې زه یې مطبوعاتي کنفرانس نه وای کړی.

پخواني وزير وويل چې د ارشد شريف ټليفون او آی پيډ نه دی موندل شوی، په قتل کې ککړ کسان زورواکي، پلان جوړونکي او هوښيار دي، مجرمين چې په اسانۍ له پاکستانه وځي بايد ونيول شي، مونږ بايد ډزې کوونکي نه بلکې د هغه کسانو پلټنې وکړو چاچې دا پلان جوړ کړې وو.

Leave a reply