عمران خان د ساعت پلورلو سکینډل، عمران خان د جيو نيوز خلاف په بهر ملکونو کښې د مقدمو درج کولو اعلان کړے دے

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم عمران خان د جيو نيوز په ضد امريکې، برطانيې او دوبۍ کښې د مقدمې درج کولو اعلان کړے دے۔
د راپورونو له مخې په خپل یو بیان کې عمران خان ویلي چې جیو نیوز د ده خلاف د واچ سکینډل په اړه خبرونه چلوي، د پاکستان په عدالتونو کې انصاف نه شي موندلی، انصاف به په بهرنیو عدالتونو کې موندل کېږي.
ياده دې وي چې د جيو نيوز سينئر اينکر شاهزيب خانزاده په خپله خپرونه کې په متحده عرب اماراتو کې مېشت يو پاکستانی عمر فاروق راوستی و چې د عمران خان لخوا د وزيراعظم په توګه د هغه څخه اخستې د توشه خانې ډالۍ خرڅې کړې وې.
عمر فاروق د جيو نيوز په پروګرام کې وويل چې د احتساب په اړه د عمران خان سلاکار ورته زنګ وواهه او ورته يې وويل چې ډېر ارزښتناکه تحفې دي چې مونږ يې پلورل غواړو، دا ډالۍ د فرح جميل له خوا پلورل شوې وې.
په دې اړه عمران خان په سوشل میډیا ویلي چې “بس بس ده!” پرون جیو او خانزاده د خپلو ملاتړو په مرسته د یوه مشهور جعلکار او په نړیواله کچه د مطلوب مجرم بې اساسه کیسه جوړه کړه.
شاهزيب خانزاده په سوشل ميډيا د عمران خان د تورونو په ځواب کې وئيلي دي چې مونږ څو څو ځله د تحريک انصاف مشرانو ته د دې مسلې په اړه د ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده خو د هغوي لخوا هيڅ ځواب نه دی راغلی ، شاهزیب خانزاده وایی چې نن هم عمران خان په خپله یا نور مشرانو راتلې شی چې زمونږ په پروګرام کښې دا خبره وکړي شي او د تورونو په اړه ځواب او خپل دریځ اووایی.
……………






