عمران خان د واک څخه محروم شوې، وس حیران دې په چا باندې تورونه ولګوي: د دفاع وزیر

0
186

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع پخواني وزير خواجه اصف په پخواني وزيراعظم عمران خان نيوکې کړي دي او ويلي يې دي چې د واک پرېښودو د عمران خان ذهني توازن خراب کړی دی، عمران خان نه پوهيږي چې ملامت دې څوک وکړي.
د ټولنیزې مډیا په ویب پاڼه ټوېټر د یو پېغام جاري کولو په مهال خواجه اصف لیکلي چې عمران خان تر اوسه نه دی توانېدلی چې دا پرېکړه وکړي چې ذمه وار څوک دی، امریکا، اسټیبلشمنٹ یا پي ټي ایم، اوس یې ویلي چې اسټیبلشمنٹ زما واک ژغورلی وای.
خواجه اصف په خپل ټوېټ کې زیاته کړې چې د خواهشاتو شدت انسان ته څومره زیان رسولی شي، هغه زیاتوي چې عمران خان څخه چې واک لاړو نو وس عمران خان نه پوهېږي چې څوک ملامت کړي او په چا تور ولګوي.

Leave a reply