پیښور او نور سیمو کښې دداسې خوراکي توکو په اړه شکایت زیات شوې چې په دې باندې وخت تیر شوې وې او په لویو مارکیټونو کښې خرڅیږي

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په لویو ښارونو کې په سوداګریزو مرکزونو او لویو پلورنځیو کې د بهرنیو خوراکي توکو او مشروباتو د خرڅولو په اړه شکایتونه زیات شوي، دغه توکي له ګاونډي هیوادونو څخه په قاچاقي ډول راوړل شوي او بازار ته وړاندې کېږي، چې دغه توکي په ارزانه بیه پلورل کېږي. خو د ادارې لخوا په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.
د فوډ ډيپارټمنټ زرائعو وينا ده چي صوبائي حکومت فوډ سيفټي اتهارټي اهلکارو ته دنده سپارلې ده چي بازارونو کښي ټول ختم شوي څيزونه چیک کړي ولي د پيښور پشمول د صوبې په هيڅ يو لوئي ښار کښي هم په دي لړ کښي يو کاروائي نه ده شوي۔ د واعظ صدر، پوهنتون ټاون او کارخانو بازار تر څنګ د ښار دننه او لویو لارو کې هم د خپلو توکو او مشروباتو په ښکاره خرڅلاو روان دی او په دغو دوکانونو کې دغه توکي څو چنده په بیه پلورل کېږي.
………………….





