آئي جی اسلام آباد په یو بیان کښې ویلي دي چې له راولپنډۍ څخه اسلام اباد ته د ننوتلو لارې ممکن ده چې د نومبر په 26 مه نیټه ی وتړي

باغی ټي وي رپورټ
آئي جي اسلام آباد اکبر ناصر خان وئيلي دي چي د راولپنډۍ نه اسلام آباد ته داخليدل به د نومبر په 26مه نيټه بند کړے شي۔
اسلام آباد کښې د آئي جي اکبر ناصر خان په مشرۍ کښې د پبلک سيکورټي غونډه شوې چې پکښې د سياسي ګوند (پي ټي آئي) د متوقع جلسې په اړه د ګواښونو او د امنيتي صورتحال جاج اخستې شو۔
د ملاقات په مهال آئي جي اوويل چې په 26م نومبر به اسلام آباد ته د راولپنډۍ داخلې لارې بندې شي، د لارو بندېدو سره به خلقو ته مشکلات رامخې ته شي، اسلام آباد کښې هر قسمه سياسي فعاليت به د قانون مطابق او د اولس په اجازت سره وي۔ د ریډ زون امنیت لپاره به پولیس، ایف سي او رینجر ګمارل کیږي.
آئي جي اکبر ناصر خان وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ د خطرې له وجې به په ټوله ضلع کښې سرچ اپریشنونه کوي، هغه زیاته کړې چې په ډيوټۍ مقرر اهلکارو ته ی ډرون او باډي کیمرې هم ورکړې دي.
………………………….






