امریکایی ریاست کښې یو ځوان په نایټ کلب کښې ډزې کړي، ۵ کسان وژلي دي

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د کولوراډو ایالت د کولوراډو د سپرینګ ښار په یوه نایټ کلب کې د ډزو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه پېښه غندلې ده.د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس وايي، یو ۲۲ کلن شکمن چې د همجنسبازانو په یوه کلب کې یې ډزې کړې وې، نیولی دی.
د پولیسو په وینا، نیول شوی ځوان د انډرسن لی په نوم پیژندل شوی او د ډزو تر شا د انګیزې د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
د ډزو پېښه د شنبې په شپه په نایټ کلب کې شوې ده.





