لاهور کښې پولیسو په یوه کاروایی کښې ډاکوان نیولي دي

باغی ټي وي رپورټ
لاهور کښي پوليس مختلف کاروائي کښي د يو زخمي په شمول دري وسلوال نيولي دي۔
د لاهور په رائیونډ سیمه کې دولفین پولیس د مقابلې نه وروستو یو تن په ژوبل حالت کې نیولی او په جوهر ټاون کې د پيښې نه وروستو تښتیدلي دوه غله هم نیول شوي دي.
دالفین سکواډ ویاند ویلي، چې د پولیسو ځوابي څانګې په رایوند کې د سنیپ چیکنګ پر مهال ۳ مشکوکو موټرسایکل سپرو ته د درېدو اشاره وکړه، دوی د ډزو پر مهال په کروندو کې پټ شول، چې د ډزو له تبادلې وروسته یو تن ټپي شوی او دوه تښتېدلي دي.
بل اړخ ته د ایکسپو سنټر جوهر ټاون کښي د پراپرټی ډیلر د دفتر لوټلو نه پس تښتیدلي دوه غله د ستوا کتلا سره نزدې ونیول شول.
دپوليسو ترمخه دنيول شوؤ کسانو څخه وسلې او دغلته قيمتي موبائيلونه هم ترلاسه شوي دي.






