د فیفا ورلډ کپ کوربه توب په اړه وزیراعظم شهباز شریف وایی چې نړۍ به د قطر تر ټولو ښه مېلمه پالنې تجربه وکړي

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف قطر ته د فټبال ورلډ کپ کوربه توب کولو مبارکي ورکړې ده۔
په ټوېټر يو پېغام کښې شهباز شريف د قطر امير ته د فټبال ورلډ کپ د کوربه توب له امله د پاکستان او ولس په استازيتوب مبارکي ورکړې او ليکلي يې دي چې د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني ته د نيکمرغۍ هيله کوم.
شهباز شریف په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې د نړیوال جام په ترڅ کې به نړۍ د قطر له تاریخ، کلتور او مېلمه پالنې څخه خوند واخلي.
بل لوري ته پخواني وزيراعظم عمران خان هم قطر کې دفوټبال ورلډکپ لپاره نيکې هيلې ښودلې اؤ ليکلي يې دي چې قطر ته دفوټبال ورلډکپ په برياليتوب سره ترسره کيدو لپاره چې نن پيليږي دبرياليتوب هيله کوي.
On behalf of the government & people of Pakistan 🇵🇰 , I extend our best wishes to His Highness Sheikh Tamim Bin Hamad Al-Thani, the Emir & brotherly people of Qatar 🇶🇦 for hosting the football World Cup. The world will experience the best of Qatar's history, culture & hospitality
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) November 20, 2022
………………………………………….
عمران خان لیکلي چې دا لومړی ځل دی چې یو مسلمان هېواد په نړۍ کې د دې سترې سپورټي سیالۍ کوربه توب کوي، موږ ټولو ګډون کوونکو ټیمونو ته خپلې نیکې هیلې او احساسات لرو.
بلخوا د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني هم د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني او نورو مشرانو ته مباركي وركړې او وئيلي يې دي چې قطر په اسلامي نړۍ كښې يوازني هېواد دے چې د فټ بال نړيوال جام په وړومبي ځل ترسره كېږي۔ په قطر کې د فوټبال نړیوال فستیوال د ټولو اسلامي هیوادونو لپاره مهم دی، دا یو مهم ګام دی.
فٹ بال ورلڈ کپ جو کہ آج سے شروع ہورہا ہے، کے کامیاب انعقاد کے حوالے سے قطر کیلئے نیک خواہشات کا اظہار کرتاہوں۔یہ پہلا موقع ہے کہ دنیا کے اس سب سے بڑے کھیلوں کےمقابلےکی میزبانی ایک مسلم ملک کر رہا ہے۔ حصہ لینےوالی تمام ٹیموں کیلئے ہم نیک تمنائیں اور جذبات رکھتے ہیں!
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) November 20, 2022






