ریچارډ بنټ د ظریفې یعقوبي پر خلاصون ټینګار کړی

ریچارډ بنټ د ظریفې یعقوبي پر خلاصون ټینګار کړی
ظریفه یعقوبي او ملګري یې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په دشت برچي کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ا.ا. د استخباراتو له خوا ونیول شول او اوس هم په زندان کې دي.
(2022 / 11 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ظریفې یعقوبي له نیول کېدو څه باندې دوه اوونۍ وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د طالبانو له زندانه د هغې او د هغې د همکارانو پر خلاصون ټینګار وکړ.
ښاغلي بینټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د بشري حقونو د فعالانو نیول یو ” ناوړه” عمل دی او ټول افغانان د بیان د ازادۍ حق لري.
په دې ټویټ کې هغه ټینګار کړی چې ظریفه یعقوبي او د هغې همکاران باید پرته له کوم فزیکي یا روحي زیان پرته سمدستي خوشې شي.
ظریفه یعقوبي او ملګري یې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په دشت برچي کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ا.ا. د استخباراتو له خوا ونیول شول او اوس هم په زندان کې دي.
تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار ادارې، رینا امیر، ایمنسټي انټرنېشنل او یو شمېر نورو بنسټونو د ظریفې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې وه، خو د ا.ا. حکومت تر اوسه د ظریفې او د هغې د ملګرو د خوشې کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، چې د بشري حقونو د نورو ادارو په همکارۍ هڅه کوو، چې ظریفه او د هغې د همکارانې خوشې کړو.
متخصصیند ښځو د حقونو مدافعین وايي، په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو فعالانې د ط.البانو له خوا د بېلابېلو دلایلو له مخې نیول شوې دي. د ظريفې يعقوبي له نيول کېدو وروسته، زينب رحيمي، فرحت پوپلزي او د ښځو د حقونو يو شمېر نور فعالان نيول شوي او تر اوسه يې د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.
اړوند موضوعات:
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر د ظریفه یعقوبي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه
په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې یو شمېر مظاهره کوونکو ښځو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ۱۰۰ لیکونو د لیکلو په موخه د «هندرډ سکریمز» په نوم کمپاین پیل کړ او د دغو لیکونو لیکوالانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ط.البانو حکومت په رسمیت ونه پیژني.






