د امریکا د تھنک ټانک مشر مایکل کوګلمن وایی چې د اقلیمی د بدلون تړون د پاکستان لویه بریا ده

0
127

باغی ټي وي رپورټ
مایکل کوګلمن، د امریکا د فکري ټانک ویلسن سنټر مشر وايي، پاکستاني مذاکره کوونکي د G77 د مشر په توګه په COP27 کې یوې مهمې موافقې ته رسېدلي دي.

په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې مائیکل کوګلمن وئيلي دي چې د سي او پي 27 په غونډه کښې د پاکستاني مذاکره کوونکو لخوا شوي تاريخي معاهدې د اقليمي بدلون د زيانونو لپاره يو فنډ جوړ کړے دے چې دا اول ځل دے چې په رسمي توګه د سي او پي په غونډه کښې په ايجنډا کښې نه دې راوستل شوې۔
د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د COP 27 په غونډه کې د چاپېريال د زيانونو د جبران لپاره د فنډ پر جوړولو موافقه شوې ده.

د مصر په شرم الشیخ کې په دوه اوونیز کنفرانس کې د پاکستان په ګډون مخ پر ودې هېوادونو له شتمنو او ککړو هېوادونو وغوښتل چې د دوی د رامنځته شوې ویجاړۍ تاوان ورکړي، چې له دوه اونیو خبرو اترو وروسته دغه غوښتنه تصویب شوه.
………………………………..

Leave a reply