د پلدات مشر وایی چې عمران خان د ۳۸ میلیونه روپیو په ورکولو سره د ۱۰۵ میلیونه روپۍ د توشه خانې سوغات ځان لپاره واخستل

باغی ټي وي رپورټ
د پلډات مشر احمد بلال محبوب وايي، چې د تحريک انصاف مشر عمران خان د لومړي وزير په دفتر کې د ترلاسه شويو ۱۰۵ ميليونو روپيو په ارزښت ۳۸ ميليونه روپۍ ډالۍ کړې او ساتلې دي.
احمد بلال په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې اليکشن کميشن کښې د توشه خانې د تحفو د فهرست له مخې عمران خان ته 160 تحفې ترلاسه شوې دي۔
احمد بلال زیاته کړې، چې عمران خان د ۳۷.۹ میلیونه روپیو په ورکولو سره ۵۵ تحفې وړیا او ۵۳ ډالۍ ساتلې دي.
د پلدات د مشر په وینا، د عمران خان د ساتل شویو سوغاتونو ټولیز ارزښت ۱۰۴.۷۸ میلیونه روپۍ دی، په داسې حال کې چې حکومت ته ورکړل شوې پیسې د اټکل شوي ارزښت ۲۷ سلنه ده.
…………………………………..
ToshaKhana gifts list in ECP order reveals that in 3 yrs (2018-21), @ImranKhanPTI was given 160 gifts of Rs.148m Govt-assessed value. He retained 55 gifts free of cost & 53 after paying Rs.37.9m. T. value of gifts retained:Rs.104.78m.Amount paid to Govt:Av 27% of assessed value.
— احمد بلال محبوبAhmedBilalMehboob (@ABMPildat) November 19, 2022





