د افغانستان دایمي استازولي وايي چې د ملي ګټو لپاره اسحاق زي په ملګرو ملتونو کې وینا و نه کړه

د افغانستان دایمي استازولي وايي چې د ملي ګټو لپاره اسحاق زي په ملګرو ملتونو کې وینا و نه کړه
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ دفتر په یوه پیغام کې ویلي چې د ملي ګټو د ساتلو لپاره اسحاق زي له وینا کولو ډډه کړې ده.
(2021 / 9 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي وایي غلام محمد اسحاق زي د ملي ګټو د ساتلو لپاره له وینا کولو ډډه وکړه.
ټاکل شوې وه نن په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت دایمي استازی غلام محمد اسحاق زی وینا وکړي، خو د ملګرو ملتونو یوې ویاندې ویلي چې د نوموړي نوم د ویناوالو له لېسته ایستل شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ دفتر په یوه پیغام کې ویلي چې د ملي ګټو د ساتلو لپاره اسحاق زي له وینا کولو ډډه کړې ده.
دوی همدا راز وایي چې په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ د ساتلو لپاره هم دوی اړ شوي چې له وینا کولو ډده وکړي.
تر دې وړاندې طا لبانو غوښتنه کړې وه چې د اسحاق زي پر ځای د دوی نوی استازی سهیل شاهین باید د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي، خو ملګرو ملتونو ویلي چې دمګړی د افغانستان په استازیتوب څوک وینا نه کوي.





