په کال ۱۹۷۰ کښې ۹۰۰۰۰ نوي زره سیلګري افغانستان ته راغلي وو

د افغانستان قدرتي ښایست: فایل فوټو
باغي ټی وي رپورټ
د پاکستان ګاونډې مسلمان هیواد افغانستان په قدرتي توګه ډیر ښکلې دې، د یو رپورټ مطابق د قدرتي ښایست نه ډګ افغانستان د لیدو لپاره په کال ۱۹۷۰ کښې دې هیواد ته ۹۰۰۰۰ سیلګري راغلې وو.
یاده دې وی چې د تیرو ۴۰ کالوجهګړې له وجهې د افغانستان هر میدان، که هغه د صنعت میدان دې او که د سیلګرۍ میدان، ډیر بد متاثره شوې دې. هم دغه شان د افغانستان ګاونډي هیواد پاکستان هم د قدرتي ښایسته نه ډک دې خو د سهولتونو د کمي وجهې نه او د ترهګرې په ضد جنګ په وجه د پاکستان سیلګري هم ډیره متاثره ده.
د پاکستان شمالي علاقې سوات، کالام، هم دغه رنګ آزاد کشمیر، ګلګت بلتسستان، ناران ،کاغان او داسې نور ډیر د قدرتی ښایسته نه ډګ ځایونه په پاکستان کښې دي خو له بده مرغه ، ددې سیلګرۍ ځایونه کښې د سهولتونو د کمی له وجهې ډیرې ستونزې دي.
که چرې د نړۍ ملکونه، ملګري ملتونو د افغانستان قدرتی ښایست نه ګټه پورته کړي او دلته سهولتونه پیدا کړي ، په دې هیواد کښې د امنیت ټینګیدو لپاره ګامونه پورته کړي نو دلته به سیلګري وده وکړي، د ځای خلقو روزګار به ښه شي، د ملکي خزانې ته به هم ډیره ګټه ورسي.
https://twitter.com/payf_urdu/status/1442514955371040770





