د پاکستان سفیر او ریتو سټاکر په افغان مسله ملاقات کړې

0
214

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د سره صلیب یو نماینده سره ملاقات کړې، د سره صلیب مشر په افغانستان کښې د بشري مرستو لپاره کوششونو کښې بوخت دې.
منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د سره صلیب نماینده ته ی باور ورکړې چې پاکستان هیواد تیار دې چې په افغانستان کښې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په لړ کښې به ددوې پوره پوره مرستې وکړي. یاده دې وی چې د نړۍ هیوادونو او د ناټو مشرانو په افغانستان کښې د پاکستان د بشري مرستو او د نیټو ځواکونو د انخلا په وخت کښې کوششونو ستاینه کړې ده، د پاکستان سفارت خانه نن هم په کابل کښې پرانستې ده، هغه افغانان چې پاکستان ته د علاج لپاره راتلل غواړي، پاکستان هغوی ته د پاکستان ویزې ورکوې او هغه د تورخم له لارې د پاکستان سفری کوي.

Leave a reply