پاکستان د افغان حکومت سره «سي پیک» کې د افغانستان د شامليدو په اړه بحثونه کړي

0
92

د پاکستان حکومت د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پيک) زیربنايي پروژه کې د افغانستان د داخلېدو په اړه له افغان حکومت سره بحثونه کړي دي.

 

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان د رهبرۍ سره په بحثونو کې سیمه‌ییز اتصال مهم عنصر دی او د افغانستان سره د اقتصادي تعامل لپاره زموږ اینده تګلاره ده.

 

هغه زیاته کړي چې سي پيک پروژه ښه فرصتونه رامنځته کوي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د زیربناو او انرژۍ اتصال رامنځته کوي او هم جنوبي اسیا له مرکزي اسیا سره نښلوي.

 

د پاکستان سفیر ویلي چې په دې اړه په سیمه کې علاقمندي زیاته ده چې افغانستان او پاکستان د سي پیک له لارې اقتصادي وتړل شي.

 

څو ورځې وړاندې د روسيې، چین او پاکستان استازو د افغانستان د صدراعظم سره په کابل کې وکتل چې د منصور خان په وینا امنیت او اقتصاد د دغې لیدنې اساسي نقطې وې.

 

هغه زیاته کړه چې پاکستان له نړیوالې ټولنې سره په دې تړاو کار کوي چې په افغانستان په بانکي سستم باندې نړیوال بندیزونه کم شي.

 

د سي پیک پروژه د یو کمربند یوې لارې د پروژې برخه ده، چې له مخې يې چین په پاکستان کې د ۶۰ میلیارده ډالرو په ارزښت زیربینايي پروژو کې د پانګونې تعهد کړی چې اکثریت مبلغ په کې د قرض په صورت ورکړل شوی دی.

Leave a reply