عمران خان په موجوده حکومت نیوکې کړي او دا حکومت ی د کمزورې معیشت لپاره ذمه وار بللې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د اقتصاد د تباهۍ ذمه واري موجوده حکومت بللې دې۔
پخواني لومړي وزیر عمران خان په ټویټر کې د پاکستان د افلاس خطر په اړه احصایې شریکې کړې او اوسنی حکومت یې په دې تورن کړ.
عمران خان وايي، شپږ میاشتې وړاندې یې وړاندوینه کړې وه چې د حکومت بدلون به زموږ د پور د ورکولو توان له منځه یوسي، هغه شپږ میاشتې وړاندې ویلي و چې د حکومت بدلون به زموږ اقتصاد د تباهۍ کندې ته ورسېږي.
د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل چې دوه مجرمې كورنۍ د معيشت په جوړولو كښې كله هم سنجيده نه وې او نه هم دا خاندانونو دا صلاحیت لري چې د هیواد معیشت به ښه کړي.
…………………….






