د پنجاب بورې کارخانو اتحادیی د بورې نرخ زیاتولو غوښتنه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب زون د شوگر ملز ایسوسی ایشن چیئرمېن د بورې په نرخونو کې د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
د پنجاب زون د شوگر ملز ایسوسی ایشن چیئرمېن ذکا اشرف په دې موقع خبري غونډې ته اوویل چې د بورې صنعت د دیوالیه کیدو په لور روان دی، نو که د بورې نرخ لوړ شي نو کروندګر ته به یې ګټه ورسیږي، په داسې حال کې چې اضافي بوره باید ژر تر ژره صادره شي.
ذکا اشرف وويل، کله چې د بورې بيه لوړه شي، نو کروندګر ته به ۳۰۰ کلدارې ورکول کېږي، که بوره واردېږي، نو يو کيلو يې ۱۷۰ روپۍ کېږي، چې په دې وخت کې د بورې بيه ډېره وي.
هغه وويل، دا لومړى ځل دى چې اوړه له بورې ډېر ګران شوي، په دې مانا چې پاليسۍ سمې نه دي، اوړه بايد ارزانه وي او بوره بايد ګرانه وي، ځکه چې د بورې استعمال هم کم دى.
……………………….