له آئي ايم ايف مشر سره د اسحاق ډار لیدنه، مالياتي ادارې سېلاب ځپلو سره مرسته کولو باندې اتفاق کړې دې

0
121

باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) په پاکستان کښې د سیلاب ځپلو سره د مرستې کولو او ددوی په بحالۍ کښې بشپړ مرستې کولو په اړه ژمنه کړې ده.

د خزانې وزير اسحاق ډار د آئي اېم اېف مشن مشر نيتن پورټر سره انلاين ملاقات وكړو په كوم كښې چې د سېلاب نه وروستو په اقتصادي صورتحال خبرې وشوې او د خزانې وزير د قرضې پروګرام عملي كولو عزم څرګند كړو۔
په انلاين غونډه کې د قرضې د پروګرام د عملي کولو جاج واخستل شو په داسې حال کې چې IMF هم د سېلاب ځپلو سره د مرستو په ورکولو موافقه وکړه.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سېلاب ځپلو د بيارغونې لګښت به د مالي کال په لګښتونو کې شاملېږي او په دې برخه کې به تخنيکي خبرې اترې په چټکۍ سره بشپړېږي.

Leave a reply