د امریکا سنا مجلس د امریکا لوړپوړي چارواکي د افغانستان په اړه احضار کړي

د امریکا سنا مجلس د امریکا لوړ پوړي چارواکي د افغانستان په اړه احضار کړي دي
د راپورونو له مخې د امریکايي پوځ مهم او لوړپوړي چارواکي به د افغانستان په اړه د سنا غړو ته معلومات ورکوي او د دوی پوښتنې به ځوابوي.
(2021 / 9 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا سنا ددغه هېواد لوړپوړي نظامي چارواکي د افغانستان په تړاو احضار کړي دي.
د راپورونو له مخې د امریکايي پوځ مهم او لوړپوړي چارواکي به د افغانستان په اړه د سنا غړو ته معلومات ورکوي او د دوی پوښتنې به ځوابوي.
دا له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته لومړی ځل دی چې لوړپوړي امریکایي چارواکي د سنا له لوري غوښتل کېږي.
په دې ډله کې د امریکا ددفاع وزیر جنرال لوېډ آسټین، د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي او د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مککینزي شامل دي.
دوی به له افغانستان د وتلو ماموریت، د تخلیې پر څرنګوالي او د افغانستان د راتلونکې او امریکایي سیاست په اړه له سختو پوښتنو سره مخ شي.






