کاناډا دوه برابره نور افغان مهاجر مني
کاناډا دوه برابره نور افغان مهاجر مني
د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کاناډا اعلان وکړ چې شل زره افغان مهاجرین به ومني، پایله کې په زرګونه افغانان امریکا او کاناډا له افغانستان څخه بهر کړل.
(2021 / 9 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کاناډا اعلان وکړ چې شل زره افغان مهاجرین به ومني، پایله کې په زرګونه افغانان امریکا او کاناډا له افغانستان څخه بهر کړل.
تازه کاناډا یو ځل بیا اعلان وکړ چې د پخوا دوه برابره افغانان به ومني.
معلومه نده چې کاناډا به دغه مهاجر په څه ډول ومني خو تر دې وړاندې کاناډا شل زره افغان مهاجرین د کابل هوايي ډګر څخه د امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال له افغانستان څخه انتقال کړي ؤ.
د طالبانو له واکمنېدو سره سم زرګونه افغانان کډوالۍ ته اړ شول. امریکا اعلان وکړ چې یولک و شل زره افغان دړی د کابل هوايي ډګر له لارې انتقال کړي دي.
کاناډا دغه څلوېښت زره نور افغانان په داسې حال کې مني چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې اعلان وکړ چې ممکن راتلونکی تر پنځه لکه افغانان کډوالس ته اړ شي د کډوالو نړیوالې ادارې ته یې خبر ورکړ چې د افغان کډوالۍ د ناڅاپي کډوالۍ لپاره چمتووالی ولري.