د اسلامي امارت د صنعت او تجارت سرپرست وزیر سره تیره ورځ کابل کې د ایران سفیر وکتل.

0
164

د اسلامي امارت د صنعت او تجارت سرپرست وزیر سره تیره ورځ کابل کې د ایران سفیر وکتل.

17 نومبر 2022

د صنعت او تجارت وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست کابل کې د میشت ایران هیواد له سفیر سره پر ځینو مسایلو خبرې کړي.

 

خبرپاڼه زیاتوي د سوداګرۍ او صنایعو وزیر الحاج نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او د دغه هېواد د مبارک فولادو شرکت له مسوولینو سره وکتل او د ګډو سوداګریزو همکاریو، د افغانستان د صادراتو د حجم د زیاتوالي او د ترانزیت د اسانتیاوو په اړه یې خبرې وکړې.

اړوند موضوعات

په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره ولیدل.

 

همدا راز د چابهار بندر له لارې د مالونو تجارت کې د اسانتیاوو، په افغانستان کې د ایران پانګونې، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د خبرو اترو پیل او تخنیکي همکارۍ لپاره د لا زیاتو بحثونو لپاره د دواړو لورو د استازو معرفي کول اړین وبلل شول.

Leave a reply