روسیې ته له دیرش کلن ځنډ وروسته تیره ورځ د کندهار څخه شل ټنه انار صادر شول.
روسیې ته له دیرش کلن ځنډ وروسته تیره ورځ د کندهار څخه شل ټنه انار صادر شول.
17 نومبر 2022
د افغان کارت شرکت په هڅو له افغانستان څخه مسکوته د کندهار د انارو صادرات له دیرش کلن ځنډ وروسته بیا پیل شول.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد لیکي: په دې کام سره به د هېواد په صادراتو کې زیادت راشي او د وچو میوو په څیر به لندو میوو ته هم له هېواده بهر مارکیټ پیدا شي، چې دبزګرانو په اقتصادي وضعیت به خورا مثب اثر ولري.
همدا راز د مالیې وزارت لیکي چې د دغه وزارت اړوند د افغان کارټ دولتي شرکت روسیې ته د انارو صادرات پيل کړل.
اړوند موضوعات
د سوداګرۍ خونې مرستیال: د چین له خوا د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو د تعرفې کمیدو هر کلی کوو.
دغه شرکت له دېرش کلن ځنډ وروسته روسیې ته ۲۰ ټنه انار صادر کړل او په دې هڅه کي دئ، ترڅو له روسیې سره سوداګري نوره هم پراخه کړي او ډېر ژر به له روسیې څخه د غنمو، تيلو او نورو توکو صادرات پېل کړي.