کراچۍ په ماریپور کې د قهرجنو خلکو لخوا د ادعا شوي تاوتریخوالي له امله یو کس وژل شوی

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: په ماریپور کې یو سړی د یو ماشوم د تښتولو په تور د قهرجنو خلکو لخوا په شکنجه کې وژل شوی.
د پولیسو په وینا وژل شوی کس په نشه يي توکو روږدی و او له رواني ستونزو سره مخ وو، د سیمې یوه اوسېدونکي پولیسو ته خبر ورکړ، چې یو کس له خپل ماشوم سره تښتېدلی او خلکو یې نیولی او شکنجه یې کړې، بیا یې مړی د حاتم په نوم پېژندل شوی دی.
دپوليسو دچارواکو له مخې وژل شوى حاتم عبدالرحمن دګوت اوسيدونکى ؤ چې دشيرخان په نوم يو تن سره يې دتندلارو په سر شخړه روانه وه چې په مهال يې دوژل شوؤ کسانو په ډبرو ډزې کړي چې له امله يې دشيرخان وړوکي ماشوم ژوبل شوى اؤ تيره يې نور کسان هم ژوبل کړي دي. شېرخان او خلکو هم په قرباني باندې ډبرې وغورځولې.د لومړنیو څیړنو له مخې وژل شوی حاتم د تیږې د لګیدو له امله مړ شوی دی.
پوليسو د کور مشر شېرخان نيولى او په پېښه کې د ککړو نورو کسانو د نيولو لپاره پلټنې روانې دي.






