امریکا: که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي په رسمیت یې پېژنو

0
85

امریکا: که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي په رسمیت یې پېژنو

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي چې طالبان اوس د امریکا لپاره خطر نده او که په خپلو ژمنو عمل وکړي په رسمیت یې پېژنو.

 

(2021 / 9 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي چې طالبان اوس د امریکا لپاره خطر نده او که په خپلو ژمنو عمل وکړي په رسمیت یې پېژنو.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې طالبان دې د بشر حقوقو، ښځو حقوقو او د بیان آزادۍ منلو ته انعطاف وښيي؛ امریکا او ټوله نړۍ به یې په رسمیت وپېژني.

ښاغلي خلیلزاد همداراز ویلي چې طالبان اوس د شلو کلونو پخوا په څېر د امریکا لپاره خطر ندي ځکه طالبان اوس نغواړي چې د امریکا په شمول د هېڅ ّهېواد پر ضد یې خاوره استعمال کړل شي.

زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغانستان د تژر نظام د سقوط او اوسنيو ګډوډیو لامل پخوانی ولسمشر اشرف غني یاد کړی، نوموړي ویلي چې ټاکل شوې وه واک په سولییز ډول انتقال شي؛  خو د قطر د پرېکړه لیک پر خلاف غني تېښته وکړه، میدان یې خالي پرېښود او د دۀ تېښته د دې لامل شوه چې افغانستان له اوسني بې برخلیکه حالت سره مخ شي.

تر دې وړاندې د امریکا او نورو ځینو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو هم ویلي ؤ چې که طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي په رسمیت به یې وپېژنو.

 

Leave a reply