امریکا د افغانستان د څارلو لپاره؛ له روسي نظامي اډو پر استفادې له روسي لوري سره خبرې کړې
امریکا د افغانستان د څارلو لپاره؛ له روسي نظامي اډو پر استفادې له روسي لوري سره خبرې کړې
لوړپوړو امریکايي او روسي نظامي چارواکو د پوتین پر هغه وړاندیز خبرې کړې دي چې له مخې به یې امریکا په منځني ختیځ کې د روسیې له نظامي اډو استفاده کولی شي.
(2021 / 9 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
لوړپوړو امریکايي او روسي نظامي چارواکو د پوتین پر هغه وړاندیز خبرې کړې دي چې له مخې به یې امریکا په منځني ختیځ کې د روسیې له نظامي اډو استفاده کولی شي.
د والسټرېټ ژورنال د راپور له مخې د روسیې او امریکا د پوځ لوی درستیزانو په خپله وروستۍ لیدنه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارنو او بېړني اقدام په اړه د امریکایي ځواکونو له لوري د روسي اډو د استفادې په تړاو خبرې کړې دي.
راپورونه وایي چې له دغه اډو د استفادې وړاندیز ویلاديمیر پوتین کړی و، خو تر دې دمه روښانه نه ده چې هغه په دې مسئله کې جدي وو او کنه.
اوس امریکایي لوري له روسي چارواکو سره په لیدنه کې پر دې موضوع خبرې کړې دي او تمه لري چې روسیه په دې برخه کې رښتینې همکاري ورسره وکړي.
امریکا په دې لټه کې ده چې په سیمه کې نظامي اډې ولري او له هغه ځایه وکړی شي افغانستان وڅاري او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې بېړنی اقدام وکړي.
د روسیې له لوري بیا وړاندیز شوې نظامي اډې په تاجکستان او قزاقستان کې دي.