ځینې امریکایي سناتوران په کابل کې د امریکا د وروستي برید د پلټنو غوښتنه کوي
ځینې امریکايي سناتوران کابل کې د امریکا د ورستي برید د پلټنو غوښتنه کوي
د امریکا د سنا مجلس ډیموکراتو سناتورانو کابل کې د امریکا د وروستي هوايي برید چې بې ګناه ملکي وګړي پکې ووژل شول د پلټنو غوښتنو کړې ده.
(2021 / 9 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا د سنا مجلس ډیموکراتو سناتورانو کابل کې د امریکا د وروستي هوايي برید چې بې ګناه ملکي وګړي پکې ووژل شول د پلټنو غوښتنو کړې ده.
دغو امریکایي سناتورانو سپینې ماڼۍ ته د یو لیک په استولو غوښتنه کړې چې د یاد برید په اړه دې هر اړخیزه څېړنې وشي .
دوی همدا راز ویلي چې د داسې خونړیو وسلو له کارولو هم باید ډډه وشي چې په کارولو سره یې بې ګناه ملکي وګړي وژل کېږي.
دوی همدا راز ټینګار کړی چې د بې پیلوټه الوتکو پر عملیاتو دې له سره غور وشي، ځکه د دوی پر وینا چې د یادو الوتکو بمبارد کې ډیری وخت ملکي وګړي وژل کېږي او د ملکي وګړو وژنه د امریکا پر ضد د خلکو کرکې ډیروي او د تروریستي ډلو د قووت سبب کېدلی شي.
د طالبانو له واکمنېدو او د امریکايی ځواکونو سره سم امریکايي الوتکو کابل کې هوايي ډګر ته څېرمه هوايي برید وکړ چې پایله کې یې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول، کور یې په بشپړ ډول ویجاړ او دوه موټر یې هم پکې له منځه لاړل.
د امریکا دغۀ برید په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او د امریکا یاد برید یې د بشر حقونو د نقض یو مثال وګاڼۀ او ویې ویل چژ امریکا تېرو شلو کلونو کې دغه ډول بریدونه ترسره کړي چې پایله کې یې ملکي وګړي وژل شوي دي.